زماانتخاب
تصوير دې تانه ښه دى چـــــــې خپلېږي څه ناڅه
د خـــــــــــوږ زړګي دمه پرې زما كېږي څــه ناڅه
زه ټوله شپه د ستورو سره ستا كيسې كـــــــــوم
كه لــــــــــرې په اسمان دي خو پوهېږي څه ناڅه
باران د غــــــــــر په كاڼو باندې نه كــــــــــوي اثر
چــــې ژاړم نو دا خپل زړه مې سپږېږي څه ناڅه
هر څومره كه ستي شي خو زړه غواړي بيا ديدن
د اور سوى په اور باندې رغېږي څــــــــــــه ناڅه
علاج خـــــــــــــــــو يادونو باندې نه كېږي د زړه
دردونه بې حسابه پرې كمېږي څـــــــــــــــه ناڅه
په خـــــــــوله به زه ګيله درته ونه كــــــړمه اشنا
خـو سترګې مـــــې بې واكه دي لمدېږي څه ناڅه
جـــــــانانه! خيرى برق نه كه څــه شوي وي خطا
په مينه كــــــــې سړى لېونى كېږي څـــــــه ناڅه