یوازي زه خو محبت سودايی کړۍ نه یم...
نن مي ته هم لیدي چي کرښي دي ویستي په مځکه...
ته خو څه سګریټ او روپۍ نه یي له ما ورکه...
تا پسي هم ګوتي په جیبونو کي وهم...
زما خو ته وې سپوږمۍ ما خو صرف تاته کتل
کنه اسمان نه خو هرستوري اشارې کولې
دنګه ځـــوانی لکه چنار عقابــی تـوری سترګی
خـاونده مه یی کــړی خـزان عجـیـبه ښکلی ښکاری
پخوا د هيچا په کار نه وې
چې ما لالى کړې قافلې در پسې ځينه