Damadam.pk
Hayatkhan12's posts | Damadam

Hayatkhan12's posts:

Hayatkhan12
 

سکون دہ زندگی چی چاتہ نہ شی ورکولے💖
دردونہ دی سوک نہ پیداکوی دہ چاپہ جوند کی
Everyone💖

Hayatkhan12
 

د سختې زندګۍ مقابله کوه نادانه
د زهرو د خوړلو چل خو هر چاله ورځي....
#marwahsadat

Hayatkhan12
 

د سختې زندګۍ مقابله کوه نادانه
د زهرو د خوړلو چل خو هر چاله ورځي....
#marwahsadat

Hayatkhan12
 

مونږ د رڼا مونږ د رنګونو لارې خپلې نه کړې
ملګرو مونږ د منزلونو لارې خپلې نه کړې
امان الله نصرت

Hayatkhan12
 

مونږ د رڼا مونږ د رنګونو لارې خپلې نه کړې
ملګرو مونږ د منزلونو لارې خپلې نه کړې
امان الله ن Hayat

Hayatkhan12
 

دغه چې هر څه په ما تېر شو پلاره
زما مې خپل خپلوان ټول هېر شو پلاره....
هغه خپلوان دې ورک شي چې ستا په سخته کښې ستا پوښتنه ونه کړي خو چې کار ېې بند شي نو تر ټولو وړاندې درته ځان مخې مخې ته او ښه ښه کوي..
چې په سخته کښې څوک لاس درکړي پوښتنه دې وکړي او مرسته دې وکړي هغې ته خپل وايئ چې کلونه کلونه وروسته درته سر ښکاره کړي نو بيا ېې شکل ته هم مه ګورئ ځکه چې درباندې هسې ساعت تيري کوي بيا..
خپل دوست او دښمن پېژندل پکار دي بس.
مرتضی قصور ورور.. که سل او زر کاله هم تېر شي بيا دې هم دا نظم زما د زړه سره تړلی دی، يو تکړه ځوان شاعر ياستئ، قلم دې تاند اوسه.
Hayat

Hayatkhan12
 

داسمان ستوری هره شپه رانه پوختنه کوی
چی هره شپه دی ژړوی هغه جانان دی سوک دی؟
𝐏𝐥𝐞𝐚𝐬𝐞 𝐅𝐨𝐥𝐥𝐨𝐰 𝐦𝐞 🌻

Hayatkhan12
 

محبت
زه منکر نه يم چي ما نه دي کړے
ته قسم اوخوره چي تا نه دي کړے
هغه د ورايه پټ په پټه کتل
مونږه په غلا د دنيا نه دي کړے
له هغه دمه تر دي دمه اشنا
ما د ځان سورے په چا نه دي کړے
ستا خاموشى ده د ستاٸيني لاٸق
ما هم په هجر کي آه نه دي کړے
د جهالت تيارو کي ډوب پراته دى
چا چي طلب د رنړا نه دي کړے
د وينو تګى واړه يو شو سره
قسمت ٸ ستا او زما نه دي کړے
سعيد صابر که ستا رضا اومونده
بيا محبت ٸي خطا نه دي کړے

Hayatkhan12
 

حالات که هر څنګه راځی مقابله به کوؤ
همت به نه بائيلو ملګرو حوصله به کوؤ

Hayatkhan12
 

شعور
ټينګ چې په وعده نـه دے
اوس هـغه ، هـغه نـه دے
خـپل کـردار بـدرنګـه کړو
هـغسي خـائيسته نـه دے
نـوم بـه ي نـور وانـخلـم
نـور مي ورتـه زړه نـه دے
دا چـي دو رنـګی کــوي
ستـا ضـمیر اوده نـه دے؟
زار چـي د مـيلمه نـه شی
دا سړے د غـره نـه دے
مـه راځه پـه تـوره شـپه
دا عـادت دي ښـه نـه دے
پيـژنـی صـابـر ښــه ، بــد
دومـره هـم ساده نـه دے

Hayatkhan12
 

شعور
راستون شه دغـه لار د بربـادئ په لوری ځی
د خـه فـکر خـاونـد د ودانـۍ پـه لـوری ځی
ځوانان مي د وطن په آزادئ داسي مئين دی
کــه راشی ضرورت د قـربانۍ پـه لـوری ځی
د عـلم او هــنر پـه کالـو پـټ چې نـکړی ځان
مـدام هـغه قـامــونـه د پستئ پـه لـوری ځی

Hayatkhan12
 

غزل
بـيا شـو لـيونی پـه شـاړو سـر شـو
څـه اوکـړم خـيالونه مـي اوتـر شو
عشـق کښي د خـپل اختياره اووتل
اوسـول پـــتنګان زيــروزبــر شـو
تــخم د وفــا پـکښي وراوشـــينده
راشـــه کــنه بيـا زړونـه د کــر شـو
خـوند د مـازيګر پيکه پيکه خـکاری
قــحـط ديـدنـونـه پـه ګـــودر شـو
غله ډاکوانو زمـونږ په پښتنه خاوره
ټول جـرګه مـاران شـول معـتبر شو
يو به شی په خپلو کي په دين مئين
بنـد کــه نـفـرتـونـه پـه مـنبر شـو
ما صـابر زخمونه خپل ټکور کړه خو
خـه نـه شـو سيـوا شـو لا ژور شـو

Hayatkhan12
 

بیا ګوره میخانه که د شیخانو ډکه نه شوه🍻
ساقي که په دې ښار کې یوه پیغله شرابي شوه؟

Hayatkhan12
 

د مئينو زړونه مۀ ماتوئ خلــــــــــــقه
پۀ دې ښار کښې دغه لږه شان رڼا ده

Hayatkhan12
 

کړې ديــــدن مــــې دربخښـــــلې
نور که ژوندې ووم په طرف دي نه درځــمه
#ټپه

Hayatkhan12
 

زۀ ستا په وجه په خپل کور کښې خفګان نۀ راولم
چې خوشحاليانې په هر لــــــورې کړم درځم به هله
د وخت چړو راله په وينو باندې رنګ کړو اخــــلاص
په زخمي زړۀ چې پټۍ پورې کړم درځــــم به هلــــه

Hayatkhan12
 

ته رانه مـــــه پوښته چې ولي دي خــــــــوبونه نشته
ته راته وايه چې څـــــوک څنګه شـــــي اوده له درده
انتخاب

Hayatkhan12
 

زه به پخپله درنه لاړ شم
ته دومره ووايه چې مينه نه کوومه.
ټپه

Hayatkhan12
 

محبت می حافط دومرا کمزوری کیری کلہ کلہ موراتہ وایم چی تہ سوک یہ

Hayatkhan12
 

څنګ چې ناڅاپه مې پۀ زړۀ شوې
داســـــې ناڅاپه دې خداے راوله مئېنه.
ټپه