د یقین مې سل پۀ سل دے عزیز روغ نۀ دے پاګل دے ما تاؤ کړي دي برېتونه ستا غُنچې غُنچې وربل دے تر هغې نۀ بوډا کېږم چې تر څو غاړه غندل دے ستا سپایان سپایان باڼۀ دي زما زړۀ د مینې غل دے تۀ چې راشې وار خطا شم دا خو خامخا څۀ چل دے یا د یار شونډې خوږې دي یا عزیزه ستا غزل دے