ټولې دنيا ته مې د يو سړي صفت کړې دے
ما په يو څو ورځو کې څومره محبت کړې دے
زه د دې ښار د نفرتونو د بُتانو دښمن
ما په دې ښار کې د مئينو امامت کړې دے
د دې کوڅو نه صبرېده زما له وسه نه ده
ګنې يارانو راته هر وخت نصيحت کړې دے
ما د هر ګوټ سره د يار د سترګو ذکر کړې
ما د شرابو په نشه کې عبادت کړې دے
هغه چې زه يې د ښاېست په صفت نه مړېږم
هغه سړي زما په هر ځاے کې غېبت کړې دے
زما رقيب د محبت په معنا څه پوهېږي؟
هغه خو ژوند هم په يو لوے منافقت کړې دے
ستا د يادونو د سپرلي ګلونه، نه هېروي
ګنې نو ما خپلو زخمونو ته منت کړې دے
د ملازو د ملامتو يې ساتلى يمه
زما احساس زما په هر ځاے کې عزت کړې دے
د ډېرو ښکلو د ښاېست ثنا دې وي صابره
خو په غزل کې دې د یو سړی صفت کړې دے
تېر يې د غېږې، تر جنت شوی وم
ابن آدم یم، او غلط شوی وم
که دې يادېږي، يو وخت مين وم
زړه زه پر تا ډېر، ملامت شوی وم
واقعيت تريخ دی، خو قبلوم يې
مينه عادت وه، زه عادت شوی وم
پوهېږې زړه مې، نن داسې تنګ دی
چې به له تا نه، را رخصت شوی وم
څه موده ښه وم، لږ سرګردان وم
عشق مې پرې ايښی و، لږ راحت شوی وم
خيانت يې وکړ، زه يې ضايع کړم
د چا په لاس کې، امانت شوی وم
غزل: حفیظ همیم