ای! مجسمه می په لاس ولګیده ، و غورځیده ، ټوټی ټوټی شوه ، و می ویل و بښه! ویی ویل : هیڅ خبره نه ده ، له خاورو جوړه شوی، د چا زړه نه دی ، چی مات شی او بیا بیر ته جوړ نه شی.
ای! له نن نه وروسته، ستا له یادونو سره هم مخه ښه کوم، که چیری مرګ راشی. ای! عجیبه دا ده چی دا د مرګ او ژوند کیسه می ، نه مرګ ته پریږدی او نه هم ژوند ته.