د ساقی لاس کښشراب دی، د خندا ديکه د غمدي چې د سوز او که سازدي، د مستۍ که د ماتم دي ساقی سترګې مهرباني، خوږې کړې په ستم دي د ساقی شونډو مدهوشو کښ خيالونه د کرم دي دا تپوس زما نه مکوه، چې دا ډير دي او که کم دي دا نشه هم د صنم ده، دا شراب هم د صنم دې ميخانه هه د صنم ده، مستانه هم د صنم دې زه ئې څکمه ستا په نوم، د جمدون که د عدم دې جام په سر، سر په سجده يم، يو قطره د خمار غواړم د دلدار وصال به کيږي زه تش خيال د دلدار غواړم
د اوښیارو لارې مې ډیرې زده خو زمــا د شان دغه لار نه ده ,, زه د زرو صحـــراو ارمان یمه زما بخت کښ کوڅه د ګلزار نه ده ,, زه یم خاوره خو ډیره بې تابه یم ما موندلې لمحه د قرار نه ده ,, دا د دروغو منډۍ ده، د سود او زیان دے زموږه د ورڪو یو بل جهان ,, دلته ښائي به یو او خرڅې به بل دا بازار ټګ او ڪوټه سامان ,, دلته مینه وفا او غیرت او رښتیا چې بېسوده ئې کړې نو خرتوب دې ,, د قيصه بس د چرګ او ډېــران ده خو پرې نوم د اوچت سړیتوب دې