Intro:
خیر که غوزار شولي په زمکه خو ھمت مه بایله،
جذبه کړہ ګټو غوندي کلکه خو ھمت مه بایله،
بي روزگارۍ درله ځوانی کړله بي وخته خاوري،
اے د ډګرو په لاس ھلکه خو ھمت مه بایله،
د ھر چا قدر اوکړہ ھرچاته درانه اوګورہ،
درته کوی که څوک ھم سپکه خو ھمت مه بایله،
دومرہ اسان نه دی د اوسپنو چنړي چیچل دی،
اے پہ پردی وطن کښي وروکه خو ھمت مه بایله،
د قام بچیه کوشش اوکړه یو ځل بیا له پاره،
کلاس کښي فیل شولي بي شکه خو همت مه بایله،
په مزدورۍ کښي شرم نیشته مزدوری مه پریږدہ،
که څوک کوی له ستا نه کرکه خو ھمت مه بایله،
خلق د خپلي خیټي غم د پاره بل قتلوی،
لکه چي وژنی څوک سرخکه خو همت مه بایله،
بس ظریف خان صوابیواله سپیني سپیني وایه،
دا لاره ډیره ده نازکه خو همت مه بایله
شاعر: ظریف خان
City:
No city
Star sign:
Not set
Gender:
Male
Married:
No
Age:
20
Joined:
7 years ago