ما وایا چی سپین یوازی خکلی دی
زنی غنم رنگی خو سم چیچل کوی
د لیلیٰ نه خائست واخلی ځوان بوډا کښی بوډا خاوری
نور ډير ښه دی را روان دی د مُلا هغه چی واوری
غنی خانؒ
چې ځواني لاړه شي نو څه پاتې شي
ګلونه خاورې شي واښه پاتې شي
ژوند د ځوانۍ او مستۍ ژوند دى
باقي د ظلم يوه کيسه پاتې شي
غني خان
ماته غوره دي دلبر د کوڅې کندې
د رقیب د محل نېغه لار به څه کړم
غني خان
پرون دې ویل صبا به درشم
نن دروازې که څوکیدار ولاړه یمه
دا ژوندون د تیارو ډک دے،
دلته رنګ د خیام نشته.
دلته ټول تشویش تشویش دے،
اومید مړ دے آرام نشته.
دے تک تور د غم وطن کې،
اور بلېږي اوربل نشته.
عجیبه د ړوندو ښار دے،
سترګې شته خو لیدل نشته
مچ
شغ شى چائ کښې راغوټه شې
دا د څه خر بيشې رنځ دې
پکښې داسې چورلک اووې
ته به وې د بنګړې منځ دې
اوږې ژبه د شه خاورې
نه د خوب شته نه قرار
په ترؤ سوټو مئينه
والې يې د چا آزار
د هر چا کره ميلمه ئې
نا بللئ بې عزته !
نه په شړپ باندې جاروزې
نه په سوک او نه په لته
تور د مخ بې شرمه سترګې
تيار خور ئې مردار خور ئې
بد د خوئ سخا د ډوډئ ده
په هر شى د پاسه سور
د فقيرانو غزل
وروره! دى دا جهان يو مکان د فنا
ورته مه کړه ژړا ورته مه کړه ژړا
ماښام خاورې شي ګل چې سحر شي پيدا
ورته مه کړه ژړا ورته مه کړه ژړا
دا چې لاندې د پښو دى دا خاورې ته ګوره
وې د چا شونډې سرې او د چا سترګې تورې
دا ايرې معشوقې وې چې تلې په خندا
ورته مه کړه ژړا ورته مه کړه ژړا
دا مستي يو ساعت دا پستي يو ګړۍ
دا سور شال د امير د فقير دا شړۍ
دي دا واړه خيالي بې بنياده دوکه
ورته مه کړه ژړا ورته مه کړه ژړا
هر ذره کړي صدا چې دنيا ده فاني
د پرون ښاريو کې نن ده ويراني
دى يو خوب دا ژوندون دا ځواني يو نشه
ولې ځې په ژړا ولې ځې په ژړا
غني خان
کتاب : لټون
ښکلیه چې موسکې پہ ټيټو سترګو شې
هېـــــــــــــڅ دې اندازه د ښکلا نه راځي
حمزه بابا
له ما ګوښه دي، له ما ډیر لری ودان دي خلک
زه توری خاورې یم او ستورې د اسمان دي خلک
یو ځلې خو #راشه، چې دا #خلک حیران پاتې شي
ټول #راپورې خاندي، چې #حـــــــمزه له جانان نه راځي
حمزه بابا
د مذهب دعوه دې پریږده سړیخوره
ستا دعوه هلته سهي ده چی انسان شې
د بابا یو غزل
تا چې اووې داسې یې او داسې یې
داسې خو اشنا چرې کېدے نۀ شم
او ..................
جار دې لۀ ؤینا چې دې دا وې"څۀ یې"؟
زیات خو لۀ دې خدائیګو څۀ کېدے نۀ شم
#حمزه_بابا❤💔❤
که ٸې اونه بللم یاد ٸې کړمه•
که ٸې خفه کړمه ھم ښاد ٸې کړمه•
چې په شیرنه خوله خبرې کوې•
څه ٸې قصور شو چې فرھاد ٸې کړمه•
پښتو په مینه که ھم نه پرېږدمه•
چې د پښتون بابا اولاد ٸې کړمه•
چې زه حمزه دې ھیرولم أشنا•
ھم دا تکل وو چې دریاد ٸې کړمه•
🔥🔥🔥
الف لام که مبتدا میم یې خبر دے
میم د هر څۀ مبتدا خبر علي دے
حمزه بابا
بده خو نه دی که کمال غواړم
له خپله ځانه اتصال غواړم
چی د ستا حسن تری مشتق دی آشنا
زه طلبګار یم هغه خال غاوړم
حمزه بابا
پرده د سړيتوب پۀ ما پرته ده سړے نۀ يم ❤
يا ده ستا د نظر ښکلې ردا شاه ستاره 💚
( حمزه بابا )
ستا خطونه ټول زما سر ته پراته دي
زه يې لولم هره شپه دوبار، دوباره
کله خاندم کله ژاړم لېونی يم
ای زما په بند کې پروت غريبه پلاره
چې په تا کې کوم ګوهر دی ماکې نشته
ستا نيکي زما بدي دواړه بې شماره
ته سالار يې د کاروان په نېغه لار ځې
زه کوږ زغلم لکه اوښه بې مهاره
ستا د زړه فوارې ډکې دي د مينې
زما زړه وچ کوهي نه لري يو داره
پروا نشته که په منډه منډه مړ شم
فقط ستا او د خپل قام د نوم
نه ئي دم نه ئي دارو شته مونږ په داسي رنځ بیمار یو
ته مغروره په خپل زور ئي مونږ په مینه کښ سرشار یو
راشه اوګوره فرعونه دا دوحه د ملنګانو
په دې خاورو کي پرتي دی کپرۍ د بادشاهانو
مینه مینه مي کوله خبر نه وم
چي د ورځي مازیګر او ماښام هم شته
لکه زرکه د سپرلی وم په چړچقو
خبر نه وم چي ښکاری سره دام هم شته
د نیازبیني ښاپیرۍ په بستر پروت وم
خبر نه وم چي رقیب مي په بام هم شته
د ساقی په سخاوت باندي مدهوش وم
خبر نه وم تشيده ئي د جام هم شته
سپینه شمع د محفل په خندا وائی
د رڼا سره د سولو سمام هم شته
دا ئي وي لیونے ډک دریاب له لاړو
اورو بل چرته یو ښکلے مقام هم شته
ځو ورځو چي د ملا دروغ معلوم کړو
دے وائی هلته د مستۍ انتظام هم شته
submitted by
uploaded by
profile:
Sorry! Ap apne item ya profile ko report nahi kar saktey, na hi apne ap ko block kar saktey hain