ای! له نن نه وروسته، ستا له یادونو سره هم مخه ښه کوم، که چیری مرګ راشی. ای! عجیبه دا ده چی دا د مرګ او ژوند کیسه می ، نه مرګ ته پریږدی او نه هم ژوند ته.
مجسمه می په لاس ولګیده ، و غورځیده ، ټوټی ټوټی شوه ، و می ویل و بښه! ویی ویل : هیڅ خبره نه ده ، له خاورو جوړه شوی، د چا زړه نه دی ، چی مات شی او بیا بیر ته جوړ نه شی.
ای! ستا په دی وړو وړو سترګو کی زما د مینی ډیر لوی لوی کتابونه پراته دی. د مینی ځینی کیسی نه ختمیدونکی وی. ای! که غم وی که درد، که رڼا وی که تیاره، که ژوند وی، که مرګ، له دی هر څه سره سره یوازی او یوازی تا غواړم.