دعا اې خدايه! عقل راکړه، اې خدايه! پوهه را زړګى مضبوط راکړه او سينه لويه را سترګې د لمر راکړه، رحم د ځان را بيا ټول غمونه دې د دې جهان را ما ته يې په سر کړه ځار درنه شمه زه به يې وړمه، زه به يې وړمه يار بهادر راکړه که همت نه راکوې غيرتي ورور راکړهکه غيرت نه راکوې د سکندر بخت را، د دارا خيال را مټ د خالد کې، توره هلال را اسلام دې پرېږده ما ته ځار درنه شمه زه به يې ګټمه، زه به يې ګټمه د شپې خېمه کې، د عشق شراب را پاک مل د لارې، لکه ګلاب را د سپوږمۍ نور راکړه، لوبو کولو له د بوډۍ ټال راکړه، جوټو وهلو له جهان دې پرېږده، ځار درنه شمه جنت به يې کړمه، جنت به يې