په سپين جبين چې زلفې زنګېدی دانه وانه
د شېخ د لاس نه پرېوتې تسبې دانه وانه
جانان د محبت په تار د غاړې امېل نه کړو
زما د زړۀ مشکڼې پرېوتې دانه وانه
ساقي جامونه جوړ کړه فضا څکلو ته جوړېږي
وريځې په آسمان شوې راخؤرې دانه وانه
بغېر له تانه څه پوښتې چې څنګه دي وختونه
سحر په غم لړلے ماښامے دانه وانه
که ډېر دې رانه ځان راغونډولو د يارۍ نه
په غېږ کښې د احساس مې خؤرېدې دانه وانه
قاتلې سترګې څه له توروې په مازيګر
د ځان نه ناخبره څوک به کړې دانه وانه
د سرو شونډو نازکه موسکا څومره وه سنګينه
چې کړې ئې زاهدانو له توبې دانه وانه
په تش زړه ورکؤلو به جانان نه شي جانان
عابده ټول وجود به پرې شيندې دانه وانه